د لاس رسي وړ اتصالات

د زیمبابوې مخالف گوند په انتخاباتو کې د بیا گډون پر سر غونډه کوي


د زیمبابوې د مخالف گوند رهبران نن د شنبې په ورځ غونډه کوي او پدې اړه تصمیم نیسي چې د جمهوري ریاست لپاره په دوهم ځل انتخاباتو کې برخه اخلي او که نه.

د دیموکراتیک بدلون غورځنگ د مارچ د ٢٩مې د انتخاباتو هغه نتیجې رد کړي چې ښيي د دوی رهبر مورگان څوانگیري مخالف مخالف، جمهور رئیس رابرټ موگابې ته ماتې ورکړې، خو د غوڅ اکثریت په گټلو کې پاتې راغلی چې د دوهم ځل انتخاباتو مخنیوی وکړي.

د دیموکراتیک بدلون غورځنگ منشي، ټینډای بیټي نن د شنبې په ورځ په جنوبي افریقا کې خبریالانو ته د خبرو پر وخت، د ملک د انتخاباتو پر کمیسیون تور ولگاوه چې د مورگان څوانگیري په لسگونو زره رایې یې غلا کړي دي. ښاغلي بیټي وویل، مورگان څوانگیرای باید گټونکی اعلان شي.

ده وویل، گوند یې غواړي کې جمهور رئیس موگابې واک پریږدي نو په ملک کې به ملي یووالی حاکم کړي. د دیموکراتیک بدلون غورځنگ په وار وار ویلي چې د جمهوري ریاست لپاره په بیا انتخاباتو کې گډون نه کوي، ځکه چې که دوهم ځل انتخابات وشي نو ددې احتمال ډیر دی چې جمهور رئیس موگابې بیا انتخاب شي.

XS
SM
MD
LG