د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته نه اعلان شوی سفر کړیدی


د جاپان د بهرنیو چارو وزیرافغانستان ته رسیدلی دی. ددغه سفر په باره کې اعلان نه وشوی. ده د افغاستان د جمهور رئیس حامد کرزی او د بهرنیوچارود وزیر رنگین داد فرسپنتا سره لیدنه کتنه کړیده.

ماساهیکو کوموری نن د یکشنبی په ورځ د پاکستان له سفرنه وروسته کابل رسیدلی دی.

توقع ده چې هغه به د جمهور رئیس حامد کرزی او ښاغلی سپنتا سره د امنیتی او د بیا ودانولو په موضوعاتو خبری وکړی.

د فرانسی خبری اژانس رپوټ ورکړیدی چې ښاغلې کوموری له خپل افغان انډول نه وغوښتل چې د پاکستان سره روابط ښه کړی.

دواړه هیوادونه دوسله والو افراطیانوسره چې ددوی په سرحدی سیموکې پټ شویدی، لاس په گریوان دی. جاپان وویل، دښاغلې کوموری سفر د امنیتی دلائلو په سبب مخکې اعلان نشو.

په جمهور رئیس کرزی باندی داپریل په ٢٧ نیټه ناکامه قاتلانه حمله شوی وه.

ښاغلې کوموری په پاکستان کې د جمهور رئیس پرویز مشرف، د صدر اعظم یوسف رضا گیلانی او همدغه راز د بهرنیو چارو د وزیر محمود قریشی سره لیدنه کتنه کړی وه .

په پاکستان کې خبری د تروریزم او د بنیادی کارونو په پروژو کې د همکاری په باب شوی وی.

XS
SM
MD
LG