پرون په زرهاو مظاهره چیان د پاکستان په جنوب کې مظاهرو ته را وتلي و، تر څو د قران کریم پر ضد فلم چی د هالند د پارلمان یوه غړي خیریت وایلدر جوړ کړی وغندي.
د اسلامي گروپونو په لاس تنظیم شوې مظاهره کې د پیغمبر (ص) د ویاړ ساتلو نهضت شاو خوا پنځه زرو غړو برخه اخیستې وه چی د کراچي د ښار سړکونو ته را وتلی و.
هغوی ددی فلم تر څنگ په هالندي ورځپاڼو کې د محمد ص د کارتونونو بیا خپرول هم په کلکه وغندل.
پدی برسیره د جماعت اهل سنه ډله هم د نورو سره یو ځای شوه او په زغرده یی ناری وهلی چی "مړه دې وي کافران".