د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: په دوو  چاودنو کې ځلور ماشومان او درى پولېسان وژل شوی دی


افغان چارواکى وايي چې په دوو جلا او تصادفى چاودنو کې څلور ماشومان او درى پولېسان نن ددوشنبى په ورځ په کابل کې وژل شوېدى.

چارواکېو ووېل، په لومړۍ تصادفى پېښه کې، د توپ ېوه زړه گولۍ هغه وخت وچاودله چې ېوې ډله ماشومانو په هماغه شاوخواکې لوبى کولى اوڅلور تنه پکى مړه شول.

رپوټ وايي په افغانستان کې د څو لسېزو جگړو راهېسو ډېرى ماېنونه، اونور مهمات چې چاودلى ندى خواره واره شته دى. دوېمه چاودنه هغه وخت وشوه چې ېوه ډله پولېسانو ځانونه دېوه مامورېت لپاره چمتو کول.

د افغانستان د کورنېو چارو ېوه نطاق ووېل ېوه پولېس په تصادفى ډول ېولاسى بم وغورځاوه. په دغه چاودنه کې درى پولېسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG