د برتانیی د شاهی کورنی دریم وارث، شهزاده هیری ته چې د شهزاده پرنس چارلز او شهزادگۍ دیانا دوهم او کمکې زوی دی، په افغانستان کی د پوځي خدمت په ویاړ مدال ورکړ شو.
هارى د ملکى الېزابت ٢٣ کلن لمسى دى. نوموړى د هغو ١٥٠ عسکرو په جمله کې و نن ددوشنبى په ورځ ېې له لندن نه بهر په وېنډ سر کې مېډالونه واخېستل.
د شهزاده هارى ملگرې چلسي ډېوي او دهغه مشر ورور شهزاده وېلېم دغه مراسم لېدل چې د هغه ترور شهزادگۍ آن هغوى ته مېډالونه ورکړل.
هغه د هېلمند په ولاېت کې د لسو اونېو لپاره له خپلو عسکرو سره خدمت وکړ خو د فبرورى په مېاشت کې بېرته خپل کورته وروسته له هغه نه ولېږل شو چې د استرالېا ېوې ورځپاڼى دا خبرخپور کړ چې هغه افغانستان ته لېږل شوېدى.
وروسته بېا د امرېکا په ېوه وېب پاڼه کې هم دا خبر خپورسو. د برتانېې حکومت د برتانېې له اخبارونو سره دا موافقه کړې وه چې د هغه د عسکرى مامورېت په افغانستان کې پټ وساتى.
دا کار ددى لپاره شوى و چې دى او د ده عسکرى قطعه د حملونه خوندى وساتل شى.