د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او متحده ایالات په خپلو  کې د اتومي همکارئ یو تړون امضا کوي


د متحده ایالاتو او روسیې چارواکي وايي، په پام کې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ د ملکي اتومي همکاریو یوه تړون نن سه شنبې، چې د جمهور رئیس په توگه د ویلادمیر پوتین وروستۍ ورځ ده، په ماسکو کې امضا شي.

دغه تړون به متحده ایالاتو او روسیې ته لاره هواره کړې چې د یورانیمو او نورو اتومي موادو د ذخیره کولو او نور چارو کې خپله همکاري زیاته کړي.

تړون همدارنگه دواړو هیوادونو ته ددې زمینه برابروي چې د محفوظو اتومي ریکتورونو د ټکنالوژئ په برخه کې گډ کارو کړي.

د روسیې یوه حکومتي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې د جمهور رئیس ویلادیمیر پوټین د واک په وروستۍ ورځ ددغه تړون امضآ کیدل سمبولیکه بڼه لري.

XS
SM
MD
LG