د لاس رسي وړ اتصالات

شپیته کاله مخکی د اسراییلو بنسټ کیښودل شو


د بن یهودا په نوم سړک کې نن سبا کراره کراري ده. دا سیمه د سیلانیانو نه تل ډکه وي. خو څو کاله مخکی دا سړک او د بیت المقدس زوړ ښار دیته ورته نه ښکاریدو.

د فلسطیتیانو د انتفاده ډلې او اسراییلو ترمنځ په نښتو کی زرهاو کسان ووژل شول: زر اسراییلان او څلور زره فلسطینیان.

خو اوس د جو په نوم د قهوې د دکان ددې کارکونکی په شان اکثرو اسراییلیانو ته دا پیښه یوه زړه خاطره ده. دا دکان کی اوس غټی کړکۍ جوړی شوی او میزونه یی بهر هم درولي چې ددې کار امکان پخوا نه و.

د کافی د دکان خاوند موشي یفت او چلونکې یی یوسي وایی اوس هلته امنیت ټینگ ده او هغوی پخپلې راتلونکې ډاډه ښکاري.

موشي یفت ئایی: "خدای پوهیږی مونږ اوس دلته هوسا یو. امنیت ټینگ ده او ځان په خدای سپارو."

د دوی امنیت پدی لوړو دیوالونو او پوستو نیول شوی دی. دا د اسراییلوله خوا د اوسوو کیلومترو په اوږد والي د امیتی تدابیرو یوه برخه ده چی اسراییل او د اردن د سنید لویدیځه غاړه تر سره جلا کوي.

فلسطینیان وایی دا دیوال غیر قانونی دی.

اسراییلی پوستی د غزی او اسراییلو په لاره د هغوی په تگ را تگ کلک بندیزونه لگوی خو اسراییل وایی د همدی ترتیباتو د بمونو مخنیوی کړی دی.

اسراییلو د خپلو عرب گاونډو ملکونو سره تر اوسه پوری شپږ ځلی جگړه کړی او د یوازی دوه هیوادونو سره یی د سولی تړون لاسلیک کړی دی.

گرشان کوهن په بیت المقدس کی د خپرونو یوه کوچنی اداره لري. هغه وایی اسراییلیانو سره د پیل نه تر اوسه پوری په ځان اعتماد مرسته کړیده:

کوهن وایی: "په نولسوه اته څلویښتم کې زه نولس کلن وم او په بیت المقدس کی مو پوځی دنده تر سره کوله. هغه وخت دلته اویا زره یهودیان اوسیدل او په ټول اسراییل کی نیم ملیون و او له هماغه وخته مو هیڅکله داسی سوچ نه کاوه چی دا جنگ به بایلو. اوس زمونږ نفوس اوه ملیونو ته رسیدلای ښه اقتصاد لرو نو هره ورځ زمونږ ژوند مخ په ښه کیدو دی."

یهیزکل درار یو اسراییلي سیاسي ساینس پوه دی هغه وایی اسراییل ډیری لاس ته راوړنې لری خو راتلونکی یی اوس هم دومره ډاډه نه ده.

یهیزکل درار وایی: "د اسراییلو لاس ته راوړنی غټ بریالیوتب گڼل کیږی خو د شپیتو کالو بریاوی راتلونکی نشي ټاکلای."

اسراییلي مشران وایی دوی په ذروی بم سمبال ایران نشي منلای. او د جمهور رئیس محمد احمدی نژاد څرگندونی چی ویلی یی و اسراییل باید د نړی د نخشی له مخی پاک شي ځان او خپلو خلکو ته گواښ گڼي.

سیاسي ساینس پوه وایی د یهودیانو د بری یو غټ راز دا دی چې په هر حالت کی چې یو سره یو موټې یو د یوه بل ملاتړ ته تل ولاړ یو او یو له بله سره مو لاسونه او زړونه یو دي.

XS
SM
MD
LG