په داسې حال کې چې په برما کې د سمندري طوفان له لاسه د وژل شوو کسانو شمېر دوه ویشت زره ته رسېدلی، د نړۍ په گوټ گوټ کې خلک د مرستو ټوله ولو لپاره ور دانگلي.
خو هغو خلکو ته چې مرستو ته اړتیا لري مرستیې ور رسول یو ستونزمن کار دی. د سمندري طوفان زور په برما کې دو ویشت زره کسان و وژل.
ژوغورونکي دوی لرې پرتو سیمو ته د وررسېدو کوښښ کوي، او چارواکي وايي د مړو شمیر به نور هم جگ شي.
د امریکا په میرلینډ ایالت کې کین مینټ د بدایانو یوه عبادت ځای ته د مرستې ورکولو لپاره ورځي. تونگ کای په امریکا کې اوسیږي خو په برما کې هم کور لري. طوفان د ده د کور بام هم په ځکمه را و غرځاو.
هغه غواړي د خپل لس کلن زوی او د خپلې خسرگنۍ غږ واوري چې وگوري دوی سلامت دي.
تونگ کای: "ټیلفون تر اوسه سم نه دی. زنگونه ځي خو څوک یې نه اوچته وي."
نې لین بیا د انټرنیټ له لارې خبر اخلي. او د ټولنې هغو خلکو ته یې ورکوي څوک چې د بسپنې ورکولو لپاره راځي.
نې لین: "زمونږ په ټولنه کې تر ټولو مهم شی یو والی دی. کله چې خلک له مشکلاتو سره مخامخ شي نو دوی له یو بل سره مرسته کوي."
دغه سازمانونه د شل زره ډالرو ټولولو هیله لري. دوی وايي د امریکا حکومت ته په کار ده له برما له ډېر څه وکړي. خو جمهور رئیس جورج بوش وايي د لومړیو ٢٥٠ زره ډالرو مرستو وروسته دی د نورو مرستو توان نه لري.
بوش: "مونږ تیار یو چې له هغو کورنیو سره د مرستو لپاره چې خپلوان یې له لاسه ورکړي، د ورکو د موندلو، او د ثبات را وستلو لپاره د امریکا د سمندري قواو وسایل و کاره و. خو د دې کار لپاره باید د برما پوځي رژیم زمونږ ژغوونکو ډلو ته د ورتلو لاره ورکړي."
د ملگرو ملتونو چارواکي وايي برما ته یې په سیمه کې پرتې د مرستو زېرمې ور وړې دي، خو نورو مرستندویانو ته د ورتلو لپاره وېزې نه دي ورړکړای شوې.
دوی وايي مرستندویان دتایلنډ په پلازمینه بینگ کاک کې د ویزو لپاره په انتظار ناست دي. شا او خوا یو څلویشت زره انسانان ورک دي، او په سلهاو زره د سر پناه، خورک او د څکلو د اوبو ته اړتیا لري.