د لاس رسي وړ اتصالات

نن مدیودوف، د روسیې د جمهور رئیس په توگه لوړه وکړه


نن چهارشنبې، دیمتري مدیودوف، د روسیې د جمهور رئیس په توگه لوړه وکړه او د خپل ملاتړي ولادمیر پوتین ځای یې ونیو.

د لوړې په دغو مراسمو سره چې د کرملن په اندری یوفسکي سالون کې تر سره شول، د ولادیمر پوتین اته کلنه جمهوري دوره پای ته ورسیده.

خو هغه پوره مطمین دی چې لا به هم په دغه هیواد کې پوره نفوس ولري. د جمهور رئیس په توگه د مدیودوف لمړی کار به دا وي چې ولادمیر پوتین د خپل صدر اعظم په توگه وټاکي.

مدیودوف په خپل حکومت کې هم غواړي چې د پوتین سیاست تعقیب کړي. مدیودوف په خپلو لمړنیو خبرو کی وویل چې د هغه لمړی دنده ټولنیز پرمختگ او اقتصادي ازادي ده.

بلخوا، بوش حکومت د سه شنبې په ورځ په روسیې سخت انتقاد وکړ چې د هغوئ په وینا د پخواني شوروي جمهوریت، گرجستان څخه په جدا شوی سیمه ابخازیه کې یې لمسوونکي حرکتونه کړي.

د روسیې په دغه حرکت کې چې د سپینې ماڼې لخوا وغندل شو، د سپینې ماڼۍ د ویاندی دانا پرینو په وینا د مسکو له لورې د گرجستان په فضا کې ددې هیواد د یوی بې پیلوټه او بې وسلې استخباراتي الوتکې نسکورول شامل دي.

روسیه چې د اوږدي مودی راهیسې د ابخازیه د سیمې ملاتړی ده او زیار باسي چې دا سیمه یو مستقل هیواد اوسي او د گرجستان سره په گډه پوله کې یې خپل سوله ساتي ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

XS
SM
MD
LG