د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پولیسو د طالبانو والي او پنځه تنه نور وژلي دي


افغان چارواکي وایی چی پولیسو د افغانستان په لویدیځ کی شپږ یاغي طالبان وژلي دي چی په هغو کی د یاغیانو له خوا ټاکل شوی والي هم شامل و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چی جگړه نن د پنجشنبې په ورځ د غور په ولایت کی وشوه.

ددغه وزارت په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی د یاغیانو د پولیسو یو قوماندان او د غور د ولایت والي چی طالبانو ټاکلی و هم په مړو کی شامل وو.

د پولیسو یوه مامور ویلي دي چی په دې جگړه کی د پولیسو لږترلږه دوه صاحب منصبان او یو ملکي سړی وژل شوي دي.

له بلي خوا پولیسو وویل چی یوه ځان مرگه نن د کابل د ښار نه بهر د خارجي عسکرو د موټرو یوه کتار ته نژدې ځان په بم والوځاوه.

پولیس وایی چی هغه خپل هدف خطا کړ او پر ځای یې درې ملکي خلک ووژل . د افغانستان په ځینو سیمو کی طالبان هم ځان ته مامورین ټاکي .

XS
SM
MD
LG