د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا تامل پړانگانو د سمندري قوې یوه بیړۍ ډوبه کړې ده


د سریلانکا په ختیځ جگړه ځپلي ولایت کې په داسې حال کې د ولایتي شورا د ٣٥ غوړو د ټاکلو لپاره انتخابات تر سره کیږي چې د هغه ولایت په بندر کې د تامل پړانگانو په نامه یوې جدايي غوښتونکې یاغي ډلې د بحري قوې یوه بیړۍ ډوبه کړې ده.

یاغیانو انتقاد کړی چې انتخابات په بې نظمه فضا کې تر سره کیږي. یاغیانو ویلي، د دوی د سمندر لاندې کمانډو عسکرو د ‏(‎ایم.وي‏)‎ په نامه دغه بیړۍ سهار وختي تباه کړه. دغه بیړۍ د ټرینکومالي په بندر کې ددې لپاره لنگر اچولی و چې د ملک په شمال کې هغو عسکرو ته وسلې او مهمات ورسوي چې له یاغیانو سره په جگړه اخته دي.

په ختیځ ولایت، کولمبو کې د نن ورځې د انتخاباتو د امنیت د نیولو لپاره پولیس او عسکر موظف شوي دي. دا د تیرو دوو لسیزو راهیسې پدغه ځای کې لومړي انتخابات دي. دغه ولایت د څو کلونو لپاره د یاغیانو په لاس کې و خو حکومت د پراخو نظامي عملیاتو په نتیجه کې ددغه ولایت واک بیرته تر لاسه کړ. د جمعې په ورځ، د سریلانکا په ختیځ کې د بم یوې چاودنې لږ تر لږه ١١ کسان ووژل.

XS
SM
MD
LG