پرون د امریکا د جمهور رئیس جورج بش لور جنه بش د تکساس په کرافورد کې چې د هغوی پلرنی ټاټوبی دی واده وکړ.
د تکساس د ایالت یوی اوسیدونکی، لندا هالت، وویل جنه داسی یوه جلی ده چی لوي او شانداره ودونه نه یی نه خوښیږی او شکسته نفسه خاکساره یی وبلله.
هغې د اسوشیتد پرس خبری اژانس ته په کرافورد کی وویل چی د هغې پلار جمهور رئیس بش هم د هغی دا غوښتنه ومنله او په کور کی یی د ساده مراسمو په ترڅ کی د ژوند بل پړاو ته گام اوچت کړ.