د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بوش به څو ورځې پس د منیځني ختیځ هیوادونو ته سفر وکړې


د امریکا جمهور رئیس جورج بوش به څو ورځې پس د منیځني ختیځ هیوادونو اسرائیل، سعودي عربستان او مصر ته پنځه ورځنۍ سفر وکړې.

د امریکا حکومت هیله کوي چې د جمهور رئیس بوش سفر به د مینځني ختیځ د سولې هغه بهیر ته قوت ورکړې چې تیر کال په امریکا کې په یو کنفرانس کې پیل شوی وو.

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې د ټینگولو د اوسنۍ هڅو بنسټ جمهور رئیس بوش تیر کال د امریکا د میریلیند په ایالت کې په یو کنفرانس کې کیښود.

هغه وویل: ”فلسطینیان او اسرائیلیلن دواړه اوس په دې پوهیږي چې د یو بل سره د هغو د هدفونو په لاسته راوړو مرسته کول په حقیقت کې د خپل ځان سره مرسته کول وي. دواړه د فلسطین په نوم یو آزاده، دموکراتیک او غښتلۍ هیواد غواړي."

د جمهور رئیس بوش د ستراتیژي اساسي ټکۍ د دوو هیوادونو جوړول دي او دی غواړي چې د خپلې دورې تر پای مخکې د فلسطین سرحدونه وټاکي. خو فلسطینیان په خپله هم په دوو برخو ویشلي دي، په لویدیځه څنډه کې د فتحې حکومت دی او غزه د حماس ترواک لاندي ده.

د اسرائیل صدر اعظم ایهود اولمرت، جمهور رئیس ته ویلي دي که د سولې هر ډول تړون کیږي باید ټول فلسطینیان په کې شامله وي.

المرت وایی:” تر هغې چې ترهگري پای ته نه وي رسیدلي، سوله نه شي راتلای او ترهگري باید په هر ځای کې ختمه شي. مونږ فلسطینیانو ته په واضحه توگه ویلي دي چې غزه به هم په تړون کې شامله وي."

جمهور رئیس بوش مینځني ختیځ ته تر سفر وړاندي د فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره ولیدل او په دې یې خبرې وکړې چې د سولې په بهیر کې جمهور رئیس بوش څه کولی شي.

هغه وایی: ”زه دا نه وایم چې د سولې په لار کې گلونه غوړیدلي دي. بلکې دا لار د ستونزو نه ډکه ده. خو مونږ د سولې په لار د موجودو ستونزو د لري کولو لپاره مشترکې هڅې پیل کړي دي."

که څه هم د چارو پوهان وایي د سولې په لړ کې ډیر لږ پرمختگ شوی دی خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار ستیو هیډلي وایي د فلسطین په نوم د دولت د جوړولو په لړ کې پرمختگ شوی دی او زیاته وي چې د نوي هیواد هڅې به د سولې دروازې پرانیزي.

هغه وخت به جمهور رئیس عباس وکولی شي چې د غزې خلکو ته ووایي چې خوښه ستاسي ایای دا اوسنۍ ژوند غواړي د حماس تر ولکې لاندي تر سختو شرایطو لاني او که د فلسطین په نوم د هیواد سره یو ځای کیږي. مونږ د همدې هیله کوو او فلسطینیان هم همدا غواړي.

ناتان براون د جورج واشنگټن په پوهنتون کې د مینځني ختیځ د چارو د زدکړې د مرکز رئیس دی. دی وایي جمهور رئیس بوش د هغو اسرائیلیانو او فلسطینیانو سره وگوري چې اوس هم له یو بل نه ډیر لري دي.

ناتان براون وایی: ”کیدایشي یو بل ته لږ نژدې شوي وي خو ترمینځ اوس هم ډیر تفاوتونه دي. دویم دا چي ځمکنۍ حقیقت دا دی چې د اسراهیل له لوري د نویو ودانیو او سړکونو جوړول اوس هم ادامه لري."

ددې مخنیوی امکان لري خو د اسرائیل حکومت باید سیاسي قیمت ورکړي، اوسمهال د اسرائیل حکومت ډیر کمزوری دی او ددې کار توان نه لري. د انا پولیس په کنفرانس کې دریو واړه مشرانو یو ځای یو ژمنه کړي وه خو دا ځل به جمهور رئیس بوش د اسرائیل او فلسطین د مشرانو سره بیل بیل وگوري.

جمهور رئیس بوش به د سیمې د نورو قدرتونو یعنې د مصر د جمهور رئیس حسن مبارک او د سعودي عربستان د پاچا عبدا لله سره هم وگوري. جمهو رئیس به د د اردن د پاچا عبدالله سره هم وویني.

XS
SM
MD
LG