د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا پوځ په عراق کې څلورتنه وژلى دى


د امريكا پوځ وایئ د عراق شمالی ښار موصل ته څیرمه ئی څلور تنه وژلی چی پکی دوه تنه ملکی وگړی هم شامل دی.

د امریکا پوځ نن د یکشنبی په ورځ په یوه بیانیه کی وویل پوځ په یوه موټر باندی ډزی وکړی او پکی ئی دوه تنه وسله وال سړی یوه ښځه او یو ماشوم ووژل.

پوځ وویل کله چی دوی موټروان ته د دریدو امر وکړ خو هغه د دوی د امر پروا ونه کړه او دوی پری ډزی وکړی او وئی و اژه. پوځ وویل د ملکیانو په وژنه خواشنی دی او تاسف څرگندوی.

عراقی او امریکائی پوځیانو د شنبی په ورځ بیا هم د موصل په ښارکی چی د القاعده د ډلی قوی مرکز دی پر ضد پوځی عملیات پیل کړی دی.

همدارنگه د شنبی په ورځ د افراطی ملا مقتدا الصدر یوه سلاکار وویل چی ددوی طرفداران له دولت سره د اوربند یوی موافقی ته رسیدلی تر څو دبغداد د صدر په ښار کی جگړی پای ته ورسوی.

XS
SM
MD
LG