د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان په شمالی سیمه کی درنی جگړه


د لبنان امنیتی مقامات وائی د شپی ناوخته د لبنان په شمال کی درنی جگړی د دولت د طرفدارانو او مخالفنو تر مینځ شویدی، خو د لبنان مرکز آرام ؤ.

دغه جگړی چی د تریپولی په بندری ښار کی د حکومت د سنی ډلی د طرفدارانو چی د لویدیځوالو له خوا ئی ملاتړ کیږی او د شیعه د یاغی ډلی حزب الله د غړو تر مینځ وشوی، لږ تر لږه یو تن پکی وژل شوی - چی اوس د تیرو پنځو ورځو جگړو دمړو شمیر اته دیرش تنو ته ورسیده.

مقامات وائی حالات په تریپولی کی هغه وخت ښه شول چی لبنانی پوځ بیا هلته داخل شو. همدارنگه په بیروت کی وروسته له هغه کلک امنیت ټینگ شوی چی د حزب الله جنگیالی له سیمی څخه ووتل.

په واتیکان کی پاپ بینیډیکټ د لبنان په اوسیدونکو غږ وکړ مخکی له دی چی هیواد ته ئی تاوان ورسول شی خپلی دښمنی او جگړی پای ته ورسوی.

XS
SM
MD
LG