د لاس رسي وړ اتصالات

د چېن زلزلې ١٠٧ کسان وژلي دي


د چېن چارواکى وايي ددغه هېواد د سېچوان په ولاېت کې نن د دوشنبى په ورځ ېوه قوې زلزلې شوېده او تر اوسه پورې ېې ١٠٧ کسان وژلى دى او ٣۴ تنه ېې زخمى کړېدى.

د ا پېښى د سېچوان اېالت په گنسو او ېو نانه سېمو کې شوېدى. رپوټ وايى لږ تر لږه ١٠ کسان د گانسو په اېالت کې چې د سېچوان گاونډى اېالت بلل کېږى، مړه او څوارلس کسان زخمى دى.

د چېن سرکارى خبرى اژانس سېنهوا دوخته ووېل چې دغې زلزلې تقرېبان نهه سوه شاگردان هغه وخت تر چتونو لاندى کړل چې دوه ابتداېې ښوونځى را ونړېدل.

خو په دې برخه کې تراوسه پورې کوم تفصېلات ندى راغلى او دهغوى سر نوشت معلوم ندى. سېنهوا وايي د چېن جمهور رئېس هو جنتاو امرکړېدى چې د زلزله ځپلو سره هر اړخېرې مرستى وشى.

هغه په دې لړکې صدر اعظم وېن جېان باو هم زلزله ځپلى سېمى ته لېږلى دى چې د ژغورنى اومرستو د چارو مشري او لارښوونه وکړى.

خبرى اژانس وايي د چېنگ ډو نظامى سېمى خپل عسکر د بېړنېو حالاتو د کارگرانو سره د مرستى لپاره سېمى ته ور لېږلى دى.

د امرېکا د د جېو لوجېکى سروې مرکز دا ښکاره کوى چې ددغى زلزلى قوت ر ېختر په اېسان اوه اعشارېه اته سنجول شوېدى.

او د دوه نېمو بجو په شاوخواکې ېې دا سېمه ووهله. د زلزلې مرکز د چېنگ ډو نه ٩٢ کېلومتره لېرى دى . د چېنگ ډوپه ښار کې تقرېبا لس ملېونه خلک واوسېږي.

د چېن جمهور رئېس هوجېنتاو په الوتکې د خبرو خبرو په ترڅ کې دا زلزله ېوه ستره غمېزه وبلله او پر خلکو ېې غږ وکړ چې صبر او حوصله ولرى.

رپوټ وايي چې په دغه سېمه کې لږ تر لږه درى قوي زلزلې احساس شوېدى. په پېکنگ کې چې د زلزلې له مرکز نه ١٥ سوه کېلومتره لېرى دى.

دغه زلزلې ودانى لړزولى دى او خلک له کورونو نه سړکونو ته را وتلى د ىخو د خسارې او تاوان رپوټ ندى راغلى.

XS
SM
MD
LG