د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د حاکم ایتلاف مشران بر طرفه شوی قاضیان شاید مقرر نه کړای شی


داسی ښکاری چی احتمال لری د پاکستان د حاکم ایتلاف مشران هغه قاضیان بیرته مقرر نه کړای شی چی جمهور ریس پروېز مشرف تېر کال برطرفه کړي وه.

د پاکستان د مسلم لېگ گوند مشر نواز شریف او د پاکستان پیپلز پارټی مشر آصف علی زرداري د جمعې د ورځی راهیسی په دغی قضایی مسلې باندی په لندن کی خبری سره کوی.

دواړو کسانو پرون جلا جلا د متحده ایالاتو د خارجه وزیری د مرستیال، ریچاربوچر سره وکتل. دواړو خواو وروسته وویل دوی له کومی موافقې پرته خپل هیواد ته ستنېږی.

د ښاغلي شریف گوند اوس په دې بحث کوی چی ددغی موافقې د ترلاسه کېدلو نه پرته له ایتلاف نه ووزی او کنه.

زرداري او شریف د څو هفتو راهیسی په دغی مسلې باندی بحثونه سره کوی او د پاکستان نوی ایتلافي حکومت یې تهدید کړی دی.

تېره هفته دواړو مشرانو موافقه وکړه چی د مې په یوشتمه به د پارلمان د یوې پرېکړي له لاري دستری محکمې قاضیان بیرته مقرر کړي.

XS
SM
MD
LG