د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: پاکستان د سېاسى او اقتصادى بى ثباتۍ په دلدل کې مخ په ښکته روان دى


له کوم وخت راهېسى چې دپخوانۍ قتل شوې صدر اعظمى بېنظېر بهټو د پېپلز پارټۍ اود پخوانى صدر اعظم نواز شرېف، مسلم لېگ نواز گوند د سږکال د فبرورى په تلسمه نېټه انتخابات گټلى دى، د قاضېانو د برحاله کولو موضوع له هماغه وخت راهېسى ېادېږى خو حل شوې لا نده.

د بېنظېر بهټو خاوند او د هغې سېاسى جانشېن اصف على زردارى د شنبى په ورځ په لندن کې داېتلاف د بل مشر نواز شرېف سره په لندن کې په دې خاطر خبرى وکړى چې په دې برخه کې خپلو اختلافاتو ته د حل لاره پېدا کاندى.

په همدى لړ کې دامرېکا د خارجه چارو د وزارت مرستېال رېچرد بوچر چې په وزارت کې د جنوبى او مرکزى اسېا د سېاسى چارو مسوول دى، له دواړو مشرانو سره د ېکشنبى په ورځ په لندن کې ملاقات وکړ.

د واشنگټن پوسټ ورځپا‍نه لېکى چې که څه هم په لندن کې د امرېکا د سفارت نطاق واېې چې د قاضېانو په برخه کې مجلس ندى شوى.

واشنگټن پوسټ تبصره کوى چې که چېرې هغه قاضېان چې پروېز مشرف د تېر کال د نومبر په مېاشت کې د شپږ و اونېو د اضطرارى حالت په موده کې بر طرف کړل، هغه بېرته بر حال کړى شى نو دا کار د جمهور رئېس پروېز مشرف چې په سېمه کې د ترهگرى خلاف جگړه کې د امرېکا کلک انډېوال دى، د سقوط سبب کېدلى شى.

واشنگټن پوسټ لېکى خو له بل پلوه که چېرې د اېتلاف گوندونه په دې کى ناکام شى چې قاضېان بېرته برحال کړى، نو دا کار ددوى خپل حکومت د سقوط په لور روانولى شى.

د مسلم لېگ نواز د گوند له خوانه په حکومت کې د ښوونې اوروزنى وزېر احسان اقبال د ېکشنبى په ورځ د دوشنبى د وروستى نېټى په هلکه ووېل داسى معلومېږى چې دانېټه تېره شى او کوم اقدام ونشى.

دغه چارواکى وايي که چېرې په دغه نېټه عمل ونشى ېعنى قاضېان برحال نشى نو د پاکستان د مسلم لېگ نواز گوند مشر به دېته اړشى چې په هغه پرېکړه باندى له سره غور وکړى چې دى په حکومت کې پاتى شى او که له حکومت نه ووزى.

توقع وه چې نواز شرېف بېرته پاکستان ته ددوشنبى په ورځ را ستون شى او د گوند مشران به په همدغه ورځ ناوخته سره ملاقات وکړى.

واشنگټن پوسټ وايي د پاکستان په هغو ستونزو کې چې په بېړه باندى پاملرنه غواړى ېوه هم همدا مسله ده.

نوازشرېف پخوانى صدر اعظم چې په ١٩٩٩ مېلادى کې پروېز مشرف له صدارت نه لېرى کړى و، غواړى چې قاضېان له کوم قېد او شرط نه پرته برحال شى. خو زردارى له پروېز مشرف سره چې اوس هم دا قدرت لرى چې حکومت ړنگ کړى اودابه بې ثباتى منځ ته راولى، او ښاېې چې د بېنظېر بهټو د پېپلز پارټۍ ته هم تاوان ورسوى، له مخامخ مقابلې نه اندېښنه لرى.

زردارى ددى طرفداردى چې د قاضېانو مسله په اساسى قانون کې د بدلون راوستلو سره وتړي. په دې بدلون کې به د جمهور رئېس هغه حق له منځه ولاړ شى چې حکومت له منځه وړلى شى.

زردارى داهم غواړى چې افتخار چوهدرى د پاکستان د سترى محکمى پخوانى قاضى له منځه وباسى او بې اهمېته ېې کړى؛ ځکه چې همدې له هغه وروسته چې د پروېز مشرف سره ېې مخالفت وکړ، ددې پېښى د مرکزى نقش لرونکى په حېث وپېژند ل شو.

په تېرکا ل کې وروسته له هغه نه چې هغه له پروېز مشرف سره مخالفت وکړ، دمارچ په مېاشت کې ېې استعفى وکړه.

واشنگټن پوسټ لېکى سېاسى تحلېل کوونکى وايي چې زردارى نه غواړى چې چوهدرى افتخار بېرته برحال کړى ځکه چې د عفوې هغه شراېط ېې ومنل چې ده او بېنظېر بهټو ته او ورسره څو نورو سېاستمدارانو ته په تېر اکتوبر کې د ادارى فساد دتورونو د ختمولو په مقابل کې ورکړل شوى ول.

زردارى او نوازشرېف په مارچ کې ېود اسى تړون لاسلېک کړ چې دهغه له مخى به قاضېان به د اپرېل په ٣٠ مه نېټه برحال کوى، وروسته ېې بېا دغه نېټه د مى دولسمى ته وځنډوله.

واشنگټن پوسټ لېکى ېو شمېر نقادان واېې چې د حکومت دغه جنجال دهغوى توجه له نورو ستونزو سره د مقابلى نه بل لورى ته اړولى ده.

په دې ستونزو کې مالى تورم، د روپۍ د ارزښت کمېدل، دا سهامو دبازار نزول او د افراطېانو سره مقابله شامل دي. له تحلېل کوونکېو سره دا وېره موجوده چې پاکستان د سېاسى او اقتصادى بى ثباتى په دلدل کې مخ په ښکته روان دى.

XS
SM
MD
LG