د لاس رسي وړ اتصالات

نن د چین مرکزي غرنۍ برخه، سختی زلزلی ولړزوله


د چین دولتي اژانس خبر خپور کړ چې نن د چین مرکزي غرنۍ برخه سختی زلزلی ولړزوله.

د زلزلی شدت د ریختر په کچه اوه اعشاریه اته درجو ته رسیدو چې له امله یی یو سلو اوه تنه د هغو نهه سوو زده کونکو د جملې نه وژل شوي چی ددوه و ابتداییه ښوونځيو د نړولو وروسته د خاوروخځلو لاندی و.

دغې زلزلې په شمال غربي برخه کی د سچوان ایالت مرکز د چنگدو ښار د ماسپښین په دوه بجو او اته ویشت دقیقو ولړزاوه.

دا معلومات د امریکا د جیولوژیکی سروی له خوا په ویب پاڼه کی خپاره شول، او وایی چی د زلزلې مرکز د مځکې نه لس کیلو متره لاندی و.

XS
SM
MD
LG