د لاس رسي وړ اتصالات

د مصرد استخباراتو رئېس د غزې د اوربند لپاره اسرائېلو ته تللى دى


د مصر د حکومت ېو عالېرتبه مرکچى اسرائېلو ته ددى لپاره رسېدلى دى چې د اسرائېلو له مشرانو سره په دې تمه خبرى وکړى چې د اسرائېلو او حماس ترمنځ چې په غزه کې ېې سنگر نېولى دى، د سولى او متارکى په ېوه معامله خبرى وکړى.

ټاکل شوېده چې د مصر د استخباراتو رئېس عمر سلېمان نن ددوشنبى په ورځ د اسرایل ددفاع وزېر ېهود براک سر په تل ابېب کې او د اسراېېلو له صدر اعظم اېهود اولمېرت سره په بېت المقدس کې ملاقات وکړى.

حماس دا تقاضا لرى چې اسراېېل دى په غزه باندى لگېدلى بندېزونه لېرى کړى. خو د اسرائېلو چارواکى غواړى چې حماس او نوروې نظامى ډلې دى پر اسراېېلو باندى د اوربند له هر تړون نه مخکى ډزې او د وسلو قاچاق بند کړى.

XS
SM
MD
LG