د لاس رسي وړ اتصالات

د سوډان په او مډرمان کې د شپې لخوا په گرځېدو بندیز لگیدلی


د سوډان حکومت د پایتخت خرتوم په گاونډي ښار اومډرمان کې د شپې لخوا په گرځیدو باندې وروسته له هغه بندیز لگولی چې دوه ورځې مخکې د یاغیانو یوې ډلې د ډارفور لخوا پر پایتخت خرتوم باندې حمله وکړه.

د سوډان د دفاع وزارت نن د دوشنبې په ورځ وویل، عسکر یې د قضاوت او مساوات تحریک په نامه د یاغیانو د ډلې د جگړه مارو د نیولو په لټه کې دي.

د یاغیانو ددغې ډلې رهبر، خلیل ابراهیم نن د تلیفون له لارې خبریالانو ته وویل چې دی لا تر اوسه د اومډرمان په ښار کې دی.

هغه وویل، جنگیالي به یې د حکومت د راچپه کولو لپاره خپلو حملو ته دوام ورکړي. د سوډان حکومت د خلیل ابراهیم د نیولو پر سر ١٢٠ میلیونه ډالره انعام ایښی دی.

یاغیانو د شنبې په ورځ د ډارفور له خوا د سوډان پر پایتخت باندې حمله وکړه او څو سوه کیلومتره وړاندې ولاړل.

د سوډان جمهور رئیس وايي، عسکرو یې اوس د حمله کوونکو مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG