د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا پوځ درى ټوپک والا د بغداد د صدر په ښا رکې مړه کړل


د امرېکا پوځ په عراق کې وايي دوى درى ټوپک والا د بغداد د صدر په ښا رکې هغه وخت مړه کړل چې ددوى پر گزمه ېې برېد وکړ - که څه هم له دغې اولسوالى سره د سولى او ډز بندى تړون شوېدى.

د امرېکا پوځ د د ېکشنبى په ما ښام او د ددوشنبى په سهار د څو پېښو رپوټونه ور کړېدى. د صدر داولسوالى اوسېدونکى وايي د شنبى دورځې راهېسى چې حکومت د اوربند د تړون اعلان کړېدى نو د تشدد او مرگ ژوبلى اندازه کمه شوېده.

له حکومت سره په د غه متارکه باندى د شېعه گانو د سېاسى ډلې نماېندگانو او د شېعه ملا مقتدا الصدر نماېندگانو خبرې کړى وې.

د مقتدا الصدر مرکز په صدر ښار کې دى. د مارچ د مېاشتى راهېسى چې د عراق صدر اعظم ملا مقتدا الصدر د ملېشو خلاف د سختو اقداماتواعلان کړى و له هغه وخت راهېسى په سوونو کسان وژل شوېدى.

XS
SM
MD
LG