د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالات وايي قواوو یې د افغانستان په جنوب کې ١٢ جگړه ماران وژلي


د متحده ایالاتو پوځ وايي، ایتلافي قواوو نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې ١٢ تنه جگړه ماران وژلي دي.

د پوځ یوې بیانیې ویلي، دغه جگړه ماران د هلمند په ولایت کې د پاکستان سرحد ته نږدې د گرمسیر په ولسوالۍ کې د امریکايي قواوو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

متحده ایالات وايي، عسکرو یې یاغي طالبانو ته د وسلو او مهماتو د رسیدو پر ضد عملیات کول چې له افراطیانو سره په جگړه واوښتل.

بیانیه وايي، ایتلافي قواوو د جگړې پر وخت هوايي بمباري کړې او له آمله یې تر لسو زیات یاغیان وژل شوي دي.

ایتلافي قواوې تیره میاشت گرمسیر ته ددې لپاره ننوتې چې په هغې ولسوالۍ کې د طالبانو موجوده شبکه له منځه یوسي او له ولسوالۍ څخه یې وباسي.

XS
SM
MD
LG