د لاس رسي وړ اتصالات

نن په انتخاباتو کې به یې هلري کلنتن په 'اسانۍ سره وگټي'


د امریکا جمهوری ریاست ته دیموکرات کاندید بارک اوبامه په هغو دوه نورو ایالتونو کې د رایو گټلو لپاره کمپاین وکړ چې ویل کیږي نن د سه شنبې په انتخاباتو کې به یې هلري کلنتن په اسانۍ سره وگټي.

اوبامه د لویدیځې ورجینیا په ایالت کې راښکاره شو چې د دیموکرات گوند د انتخاباتو د شپږو وروستیو ایالتونو نه یو دی.

د لویدیځی ورجینیا په چارلستن په ښار کې اوبامه هغو انتقادونو ته په اشری خپله وینا وکړه چې دی یو وطن پرسته شخص دی او په یوی بشري ارزښتونو ولاړی اردو ملاتړ کوي.

په پرونۍ غونډه کې بارک اوبامه د لمړي ځل لپاره په خپل کوټ د امریکا د بیرغ نښان ټومبلی و.

په عین حال کې د کانگرس پخوانی جمهوري غوښتونکی غړي باب بار هم ځان د یو متبادل په توگه د جمهوری ریاست د کاندید په توگه اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG