د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد د عربستان د بهرنیو چاورد وزیر پر وینا کلک انتقادونه وکړل


د ایران جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ د ایران په اړه د سعودي عربستان د بهرنیو چاورد وزیرشهزاده سعود الفیصل پر وینا کلک انتقادونه وکړل او وی ویل چې ایران به هیڅ کله د هغوئ خبرو ته غوږ ونه نیسي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر، شهزاده فیصل د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې ایران په لبنان کې د حزب الله ډلې سره په کودتا کې د مرسته کول به د عربي نړۍ د هیوادونو سره د تهران په اړیکو هم اغیز ولري.

احمدي نژاد په یو خبري کنفرانس کې پر شهزاده فیصل تور ولگو چې خبرې یې د سعودی عربستان د پاچا عبدالله د پالیسیو خلاف دي.

نژاد وویل عرب نړۍ دی خپل مشترک قوتونه د لبنان پرځای دی د فلسطینیانو د مرستې لپاره واستوي.

XS
SM
MD
LG