د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جمهور رئیس نن اسرائیل ته ورسید 


د امریکا جمهور رئیس جورج بوش په منځني ختیځ کې د سولې د هلو ځلو په لړ کې، نن اسرائیل ته ورسید.

جمهور رئیس په داسي حال کې سیمې ته سفر کوي چې اسرائیل د خپل تاسیس شپیتمه کلیزه لمانځي. د امریکا جمهور رئیس جورج بوش څو ساعته وړاندې تل ابیب ته ورسید، او له هغه ځایه به په هلي کوپتر کې بیت المقدس ته ولاړ شي چې د اسرائیل د جوړیدنې د شپیتمې کلیزې په غونډو کې برخه واخلي.

جورج بوش به د اسرائیل نه سعودي عربستان او مصر ته سفرونه وکړې. د تل ابیب د بن گورین په هوایي ډگر د اسرائیل صدر اعظم، ایهود اولمرت د جمهور رئیس جورج بوش او میرمن یې لورا بوش هرکلی وکړ.

په هوایي ډگر کې د اسرائیل کابینه، جگپوړي حکومتي چارواکي او د مذهبي مشران هم موجود ول. بیت المقدس ته د جورج بوش د سفر له امله په هغه ښار کې کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي دي.

د بیت المقدس یو اوسیدونکي وایي: ”بوش د بیت المقدس او د ددې پخواڼي هیواد ډیر ښه ملگری دی. که دلته راشي زه به د هغه تود هرکلی وکړم."

په داسي حال کې چې اسرائیل د خپل تاسیس د شپیتمې کلیزې جشن لمانځي، فلسطینیان په دې ورځو کې شپیته کاله پخوا د رامنځ ته شوي هغې سترې تباهي ویر کوي چې د اسرائیل د جوړدیو له امله په سلگونه زره فلسطینیان بې کوره شول.

په همدې علت په فلسطیني سیمو کې ډیری خلک د جورج بوش د سفر هرکلی نه کوي.

د رم الله یو اوسیدونکی وایي: ”زما په فکر موږ هر څه له لاسه ورکړل. مونږ خپله خاوره له لاسه ورکړه، مونږ په خپل ماضي او راتلونکي باندي باور له لاسه ورکړ، شپیته کاله تیر شول خو هیڅ مو ونکړل."

په همدې تو گه په غزه کې د حماس ویاند، فوزي برهوم هم جمهور رئیس جورج بوش ته گوته ونیوله.

فوزي وویل: حماس او د فلسطین اولس دې سیمې ته د جورج بوش هرکلی نه کوو ځکه د امریکا حکومت تل د اسرائیل د دولتي جرمونو او ترهگریو ملاتړ کړی دی.

بلخوا، جمهور رئیس جورج بوش منځني ختیځ ته تر روانیدو مخکي د خبریالانو ته وویل دی هیله من چې د خپلې دورې تر پایه به د فلسطین سرحدونه معلوم کړې.

"یو هیواد تر هغې پوري نه شي جوړیدلی چې هر لوری مقررات مراعات نه کړې، خو بیا هم معلومول یې ډیر مهم کار دی."

ددې هیلې ترڅنگ جمهور رئیس جورج بوش دا په ډاگه کړه چې د هغه په سفر پوري ډیری هیلي ونه تړل شي.

XS
SM
MD
LG