د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په تاریخي ښار جیپور کې لږ تر لږه اتیا کسان وژل شوي دی


پولیس وایي د هند په لویدیځ، تاریخي ښار جیپور کې د څو بمونو د چاودلو له امله لږترلږه اتیا کسان وژل شوي چې په یو گڼ مارکیټ کې یې د زرگرۍ بازار او د هندوانو یو معبد د ډله ایزې وژنې په صحنې بدل کړل.

د پولیسو یو ویاند وویل شل کسانود ټپیونو له وجې خپل ژوند د لاسه ورکړ او د مړو کسانو شمیر اتیا ته ورسیدو.

ویاند زیاته کړه چې نژدی دوه سوه کسان په اوه پرله پسی چاودنو کې ټپیان شوي دي.پولیس وایې اتم بم یې مخکی له چاودنې خنثی کړ.

په وروستیو کلونو کې په هندوستان کې د ډیرو بریدونو پړه په اسلامي مشکوکې تندلارې ډلې اچول شوی ده.

پولیسو په لسگونو کسانو نه پوښتنې پیل کړي خو د بمونو په تړاو کې یې لا څوک تشخیص کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG