د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان صدر اعظم خوشبینه دی چې اختلاف به حل شی


د پاکستان نوی صدر اعظم وائې، دی خوشبینه دی چې په پاکستان کې دوه مهم سیاسی گوندونه به خپل هغه اختلاف حل کړی چې دهغو قاضیانو د بیا مقررولو په سر پیدا شویدی چې جمهوررئیس پرویز مشرف برطرف کړی وو.

ښاغلې گیلانی په هغه مرکه کې چې د امریکا غږسره ئې کړی، دا وعده هم وکړه چې دهغه حکومت به د تروریزم په خلاف کوښښونو ته دوام ورکړی. مگر وائې، د قوی د استعمال په ځای دخبرو له لاری د تاوتریخوالی په کمولو باندی ټینگار کوی.

پرون د صدر اعظم یوسف گیلانی له ائتلافی حکومت نه مهم سیاسی گوند ووت چې پدی سره د هغه حکومت ولړزیده.

ښاغلې گیلانی امریکا غږ ته وویل، دی خوشبینه دی چې دغه ائتلاف ژغورلای شی. د پخوانی صدر اعظم نوازشریف گوند چې د پاکستان مسلم لیگ نون په نامه یادیږی، له حکومت نه ځکه ووت چې د ښاغلې گیلانی پیپلز پارټی ونشو کړای چې بر طرف شوی قاضیان بیرته مقررکړی.

ښاغلئ گیلانی وائې، دغه درز موقتی دی او دی هیله لری چې دواړه خواوی به خپل اختلافات حل کړی او قاضیان به بیرته مقرر کړی.

د پاکستان صدر اعظم هغه رپوټونه رد کړل چې وائې، د قضائې چارو ستونزی د هغه توجه د خارجی پالیسی له موضوعاتو په خاصه توگه له هغو کوښښونو نه اړولی ده چې د افراطیانو د مخنیوی لپاره کیږی.

دی وائې، د هغه حکومت پتیلی ده چې تروریزم له منځه وړی او په ناارامو قبائلی سیمو کې چې د افغانستان سره سرحد لری، امن راولی. مگر دی وائې، د قوی استعمال به یوازی په قبائلی سیمو کې چې د مرکزی حکومت تر اداری لاندی دی، افراطیان له منځه یونسی.

گیلانی وائې: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد څه د پاسه دوه زره کیلو متره دی او بی ساری مشکله غرنی سیمه ده. حتئ که موږ ټول پوځ په سرحد کې واچوو خو بیابه هم موږ د سرحد پدی خوا او اخوا دخلکو د تگ راتگ مخه ونه نیولی شو. مگر موږ خپله وسه کوو چې هیڅ خارجی او هیڅ ترورست دغې سیمی ته داخل نشی."

ښاغلئ گیلانی وائې، د هغه حکومت پدی عقیده دی چې په وروسته پاتی سرحدی سیمو کې اقتصادی پرمختگ، پوهنه روزنه او د روغتیائې مرکزونو په جوړولو سره د افراطیانو او افراطیت مخه نیول کیدای شی.

صدر اعظم وائې، برسیره پردی د افراطیانو سره د خبروپالیسی هم پرمخ روانه ده: "موږ به د هغو افراطیانو سره خبری ونکړو چې د خپلو فعالتیونونه لاس وا نخلی. موږ د هغو کسانو سره خبری کوو چې دوی سیاسی قوت دی او واقعآ غواړی چې د موږ سره د افراطیانو او تروریزم په خلاف مبارزه کې مرسته وکړی."

د حکومت استازی دځینوهغو قبائلی مشرانو سره غونډی کوی چې دهغو افراطی ډلو سره دسولې په خبروکې ینځگړیتوب کوی چې دا تورورباندی لگول شویدی چې په پاکستان او افغانستان دواړو کې حملی کوی.

په افغانستان کې دیره امریکائې قوماندانان اندیښنه لری چې احتمال لری پدی اوړی کې د پاکستان خوا ته له سرحدنه وسله والی حملی زیاتی شی.

د امریکا لوړ رتبه مامورانو پدی وروستیو وختو کې پخپلو ویناوو کې خبرداری ورکړیدی چې د پاکستان په قبائلی سیموکې د طالبانو او القاعدی په شان افراطی ډلی پټی شوی دی چې امریکا او همدغه راز نړۍ ته ئې جدی گواښ مخامخ کړیدی.

XS
SM
MD
LG