د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو نه ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى افغانستان به د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو په راتلونکى کنفرانس کى په پارېس کې ٥٠ ملېارده ډالره وغواړى.

د واشنگټن پوسټ ورځپانه د جمهور رئېس حامد کرزى د ېو ه معتبر اقتصادى سلا کار له قوله لېکى چې افغانستان به د بسپنه ورکونکېو هېوادونو په هغه کنفرانس کې چې بله مېاشت به په پارېس کې وشى، د ٥٠ ملېاردو ډالرو په اندازه مرسته وغواړى.

ورځپاڼه لېکى چې افغانستان په نړۍ کې ډېر فقېر هېواد دى او د خپلو لگښتونو او اقتصادى پر مختگ او بېا رغونى لپاره په سلو کې ٩٠ برخې مرستى ته اړ دى.

د افغانستان اقتصاد، د تېرو دېرشو کلونو په جگړو کې او اوس د ېاغى طالبانو په جگړو کې چې تقرېبا شپږ زره کسان تېر کال په کې ووژل شول، گډوډ سوېدى.

د ٢٠٠٢ مېلادى کال راهېسى نړېوالو بسپنه ورکوونکېو هېوادونو د بسپنى په درې کنفرانسونو کې د ٢۴ مېلیاردو ډالرو د ورکولو وعده کړى وه.

خو هغه بسپنه چې افغانستان ته ورکړل شوېده که هغه سړي سر، د نورو هغو هېوادونو د بسپنى په پرتله چې هغوى ته سړي سر ورکړل شوېدى چې د خپل اقتصاد د بېارغونى لپاره هلى ځلى وکړي، څو څو ځلې کمه ده.

په دغو هېوادونو کې ختېځ تېمور او د کاسوو هېوادونو راتللى شى چې د سړى سر بسپنه ېې څو څو ځلې له افغانستان نه د سړى په سر زېاته ده.

واشنگټن پوسټ لېکى چې له هغه وروسته چې د امرېکا په مشرۍ قواو د طالبانو حکومت په ٢٠٠١ مېلادى کې رانسکور کړ، نو دواړو خواو افغانستان او نړېوالى ټولنى هغه خساره اوتاوان چې د افغانستان اقتصاد ته په دې څو کلونو کې رسېدلى و ډېر کم اټکل کړى و.

XS
SM
MD
LG