د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ددفاع وزیر غواړی ایران ته زیات سفرونه وسی


د امریکا د دفاع وزیر، رابرټ گېټس وایی چی ایران ته د زیاتو امریکایانو سفرونه به شاید ددواړو ملکونو تر منځ د اختلافاتو په کمیدو کی مرسته وکړی.

گېټس دا وینا پرون د چارشنبې په ورځ په واشنگټن کی د امریکا ددیپلوماسۍ د اکاډمۍ یوې غونډي ته چی د امریکا پخوانیو دیپلوماتانو او سیاسي مشرانو برخه په کی اخیستې وه، وکړه.

هغه وویل چی امریکا باید داسي لاري ولټوي چی ایران ته برسیره په حکومتي مامورینو نور امریکا یان هم ورسی.

ښاغلي گېټس وویل ډیر ایرانیان امریکا ته راغلي دي او امریکایی مامورین هم باید ایران ته د امریکایانو د استولو جریان چټک کړی.

واشنگټن په ایران باندی دا تور لگوي چی په عراق کی د یاغیانو چی په امریکایی قواو باندی حملې کوی، ملاتړ کوی، او همداراز هغه ملک کوشش کوی چی ذروي وسلې تر لاسه کړی.

XS
SM
MD
LG