د لاس رسي وړ اتصالات

بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش خبردارى ورکړى چې که اېران ته اجازه ورکړل شى چې اټومى وسلى جوړې کړي، نو دده په وېنا دا کار به د راتلونکېو نسلونو سره نه بښونکى خېانت وى.

په هغو خبرو کې چې نن د پنجشنبى په ورځ ښاغلى بش داسراېېلو پارلېمان ته وکړې، ښاغلى بش ووېل نړۍ باېد د سولې په خاطر اېران ته اجازه ورنکړى چې اټومى وسله ولرى.

د امرېکا غږ د سپېنى ماڼى خبرېال سکاټ سټرنز وایی چی ښاغلى بش اېران په نړۍ کې د ترهگرى مخکښ هېواد وباله.

بش وايي امرېکا له اسراېېلو سره ولاړه ده چې د ترهگرى شبکى ماتى کړى او د اېران له اټومى قدرت غوښتنى سره چې ښاغلى بش ېې ددغه هېواد د اټومى وسلو جوړول بولى، مخالفت کوى.

جمهور رئېس بش په دې برخه کې داسى وايي: "په نړۍ کې د ترهگرۍ مخکښ هېواد ته د ا اجازه ورکول چې په نړۍ کې تر ټولو وژونکې وسلى ولرى، نو دا کار به داراتلونکېو نسلونو سره ېو نه بښونکى خېانت وى. نړۍ باېد د سولى په خاطر اېران ته اجازه ورنکړى چې اټومى وسلى ولرى."

خو د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد وايي چې دده د هېواد اټومى پروگرام د برېښنا دتولېد لپاره دى، نه د اټومى وسلو د جوړول لپاره. ښاغلى بش دا هم واېې چې امرېکا او اسراېېل نه ماتېدونکى اتحآد لرى. هغه دغه استدلال رد کړ چې که امرېکا له اسراېېلو سره خپلې اړېکى وشلوى نو ټولى ستونزې به ېې په منځنى ختېځ کې له منځه ولاړې شى.

ښاغلى بش ووېل سخت درېځه اسلامى ډلې لکه القاعده، حزب الله، او حماس به شکست وخورى که چېرى د منځنى ختېځ مسلمانان لکه څنگه چې دى وايي دهغوى د قضېى په بې عدالتى باندى پوه شى.

خو ښاغلى بش د اسراېېلو پارلېمان ته په خپلو خبرو کې ددى خبرى د کوم مهال وېش ېادونه ونکړه چې فلسطېن به څرنگه سره ېو ځاى شى په داسى حال کې چې حماس د غزې په تړانگه کې دى او فتح په لوېدېزه غاړه کې ده، او ېابه ېې دولت څرنگه جوړشى.

ښاغلى بش په دې ترڅ کې چې د راتلونکېو شپېتونو کلونو تصور ېې کاوه ووېل دى د فلسطېن د ېو داسى دولت تصور کوى چې قانون به پکى حکومت کوى، د بشرد حوقوقو به پکى احترا م کېږى او ترهگرى به ېې رد کړى وى.

هغه ووېل: "له قاهرې نه تر رېاض پورې، تر بغداد او بېرو ت پورې خلک به په ازادو او خپلو اکېو ټولنو کې ژوند وکړى. د سولى هېله او اسره په دې باندى مجددا تقوېه کېږى چې ددېپلوماسى اړېکى وى، د سېلانېانو تگ راتگ، راکړه ورکړه او سوداگرى وى.

اېران او سورېه به سوله ئېز هېوادونه وى. او د نن ورځى استبداد او ځپونه به ېوه پخوانى خاطره وى. خلک به ازادوى ، د بېان ازادى به لرىن او خپلو استعدادونو ته به انکشاف ورکوى. القاعده، حزب الله او حماس به ماتى خوړلى وى. ځکه چې ددى سېمى مسلمانان به دهغوى د قضېى په بې عدالتى او د ترهگرو په پوچ تصور خبر سوى وى."

د امرېکا جمهور رئېس او مېرمن بش په اسراېېلو کې د دغه هېواد د شپېتمى کلېزى په مناسبت په ېو شمېر مراسمو کې درانه اومشر مېلمانه دى. خو دا دهغوى فلسطېنېانو لپاره چې داسراېېلو ددولت له تشکېل نه وروسته بې کوره شوېدى، د خواشېنى ځاى هم دى.

توقع ده چې ښاغلى بش د اسراېېلو او فلسطېن مرکچېان دېته وهڅوى د فلسطېن د دولت د جوړولو لپاره په ېوه طرحه باندى مخکى له دېنه چې دى د راتلونکى کا ل په جنورى کې د جمهورى رېاست له وظېفى نه گوښه شى، موافقه وکړى.

XS
SM
MD
LG