د لاس رسي وړ اتصالات

بن لادن د اسرائیلو په مقابل کی به جگړې ته دوام ورکوی


د آواز په یوه فیته کی چی د القاعدې د مشر بن لادن بلل شوې دا لوړه شوې چی د اسرائیلو او د هغو د متحدانو په مقابل کی به جگړې ته دوام ورکړه شی . بن لادن په خپل ثبت شوي آواز کی د اسرائیلو د خپلواکۍ د شپېتمي کالیزي د رارسیدو په وخت ویلي دي چی د فلسطین دداعیې د پاره جگړه د لویدیز سره د القاعدې د جگړې مهم عامل دی .

هغه وایي چی له همدې کبله په ٢٠٠١ کال کی د سیپټامبر په یوولسمه په امریکا کی حملې وشوې . بن لادن دا هم ویلي دي چی لویدیز مطبوعات اسرائیل قرباني شوي او فلسطینیان تروریستان بولي . مگر هغه اسرائیل تیری کونکي او د فلسطین د خاوري اشغالونکي بللي دي د هغه دا پیغام نن د جمعې په ورځ په یوه اسلامي ویب پاڼه کی خپور شوی دی . د هغه اعتبار لا تایید شوی نه دی مگر کارپوهان وایی چی دا آواز د بن لادن د آواز په شان دی .

XS
SM
MD
LG