د لاس رسي وړ اتصالات

بوش د سعودي عربستان د پاچا سره خبري کوي


د امریکا جمهوررئیس جورج بوش سعودي عربستان ته رسیدلی چی د تیلو د قیمت په باره کی چي ترټولو لوړي سطحي ته رسیدلی او په لویدیزو ملکونو باندي یې سخت تاثیر کړی ، خبري وکړی . هغه په اسرائیلو کی درې ورځي تیري کړې او سعودي عربستان ته روان سو .

ښاغلی بوش په نظر کی لری چی د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله سره وگوری . د ټولي نړۍ د تیلو د ذخیرو پنځمه برخه په سعودي عربستان کی ده او د امریکا متحده ایا لات خپل ١۴ فیصده خام تیل د هغه نه واردوي . سعودي عربستان ته د ښاغلي بوش د سفر یو هدف دا هم دی چی ددواړو ملکونو تر منځ د رسمي روابطو پنځه اویا یم کال ولمانځي .

سپیني ماڼۍ نن په یوه بیانیه کی وویل دواړو هیوادو د انرژۍ د منابعو د ساتني او حفاظت ، د سوله ایزي ذروي همکارۍ د زیاتیدو ، د تروریزم سره د جگړې د پراخیدو او د عامي تباهۍ د وسلو د نه خپریدو په باب یو لړ موافقې لاسلیک کړي دي .

XS
SM
MD
LG