د لاس رسي وړ اتصالات

یو عسکر او پنځه طالبان په کندهار کی وژل شوي دي


افغان چارواکي وایی چی د افغانستان په جنوب کی د کندهار په ولایت کی د بم په چاودنه کی یو افغان عسکر وژل شوی دی او له بلي خوا پولیسو په نورو جگړو کی پنځه یاغي طالبان وژلي دي . د افغانستان د پوځ یوه قوماندان ویلي دي چی افغان عسکر نن د جمعې په ورځ کله چی یې گزمه کوله د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی ووژل سو .

په دې پېښه کی درې تنه نور زخمي شوي هم دي . له بلی خوا یوه افغان مامور ویلي دي چی یاغي طالبانو پرون د زابل د ولایت د شینکي په ولسوالي باندي حمله وکړه . په دې حمله کی چي پولیسو یې دفاع وکړه ، خپله پنځه تنه یاغیان ووژل سول او شپږ نور زخمیان سول . په پولیسو کی څوک ژوبل شوي نه دي .

XS
SM
MD
LG