د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: هیلري کلنټن د سختو ستونزو سره مامخ ده


د دموکرات گوند د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ اوس یوازي په پنځو ایالتونو کې انتخابات پاتي دي خو هیلري کلنټن د سختو ستونزو سره مامخ ده.

یو شمیر سیاسي پوهانو او دموکرت سیاستوالو پر هیلري کلنټن د مبارزې د پریښودو غږ کړی دی چې ترڅو گوند یو موټۍ شي او د عمومي انتخاباتو لپاره د براک اوباما ملاتړ وکړې.

هیلري کلنټن: ”زه به تر هغه وخته دې سیالۍ ته دوام ورکړم چې یو کاندید ونومول شي او زه به خپل قوت په کار واچوم چې زه هغه کاندیده شم.”

سناتوري هیلري کلنټن په شمالي کارولینا کې ماتې او په اندیانا کې تر اټکل د ډیرو کمو رایو نه وروسته هم یو ځل بیا خپل هوډ او ژمنه تکرار کړه خو وروځ په ورځ د هغو ډموکراتانو شمیر ډیریږي چې فکر کوي سناتوره هیلري کلنټن براک اوباما ته ماتې نه شي ورکولی.

له دې سربیره هیلري کلنټن هڅه کوي چې هره ډول امکانات په کار واچوي او اوس د هغو ایالتونو د استازو د شاملولو غوښتنه کوي چې دموکرات گوند یې د رایې حق ځیني اخیستی وو.

هیلري کلنټن: ”زه فکر په دې هر څوک پوهیږي چې د فلوریدا او میشیگن د ایالتونو د استازو ستونزه باید حل شي. او زه اوس هم په دې باور یم په تاکید سره وایم چې مونږ باید ددې ایالتونو رای ورکوونکې د پروسې نه ونه باسو. او زه مطمعنه یم چې موږ به یې حل ومومو."

د پنج شنبې په ورځ کلنټن یې د براک اوباما نه د په یو لیک دا غوښتنه وکړه چې د میشیگن او فلوریدا د ایالتونو د استازو د رایو د منلو په اړه د هغې ملاتړ وکړې.

دموکرات گوند مخکې دا پریکړه کړې ده چې ددې ایالتونو استازو د گوندي قوانینو نه سرغړونه کړې ده او د گوند په ملي کنوانسیون کې چرته چې د کاندید نومول تائید کیږي، دې استازو ته د رایو حق نه دی ورکړل شوۍ.

XS
SM
MD
LG