د لاس رسي وړ اتصالات

اولمېرت پر غزه باندى د برېد گواښ کوى خو د جنگ بندې کوشش هم روان دى


اسراېېل وايى چې د غزې په تړانگه کې چې حماس پکى واک لرى، د سوله ئېز حل لپاره وخت مخ په خلاصېد و دى.

خو د امرېکا خبرېال رابرت برگر له بېت المقدس نه رپوټ راکوى چې د اوربند لپاره هلى ځلى روانې دي. د اسرائېلو صدر اعظم ېهود اولمېرت ددغه هېواد کابېنى ته ووېل چې له غزې نه پر اسراېېلو باندى د فلسطېنېانو د راکټ روزانه ډزې د زغملو وړ ندى.

ښاغلى اولمېرت په خپلو خبرو کې داسى ووېل: "هغه د حماس خلاف چې پر غزه حکومت کوى، پر غزه باندى ېو پراخه نظامى برېد کولو اشاره ورکړه. هغه ووېل دا اوسنى حالت ادامه نشى پېدا کولى او وعده ېې وکړه چې د غزې سرحد سره نېژدى اسراېېلى ټولنو ته به سوله او کرارى راولى."

اسراېل په دې باندى له څو مېاشتو راهېسى غور کوى چې پر غزه باندى برېد وکړى. خو دا کار ېې ددى لپاره ځنډولى و چې په دې مېاشت کې ېې د خپل دولت د تاسېس شپېتمه کلېزه لمانځله او تېره اونى د امرېکا جمهور رئېس جورج بش بېت المقدس ته سفر کړى و.

اسرائېل دا وېره لرى چې پر غزه باندى به برېد په اسرائېلى عسکرو کې د ډېرو ځانى تلفاتو سبب شى او په فلسطېنى ملکېانو کې به هم ډېر ځانى تلفات واړوى، نو په دې توگه ېې د اوربند د کولو لپاره چې مصر ېې منځگړتوب کوى، هلى ځلى ندى بندى کړى.

داسراېېلو ددفاع وزېر ېهود براک به ددوشنبى په ورځ مصر ته سفر وکړى چې د هغه هېواد له جمهور رئېس حسنى مبارک سره په اوربند باندى خبرى وکړى.

د غزى د تړانگى او اسراېېلو ترمنځ د متارکى د اصولو له مخى به دواړه خواوې ېو پر بل حملى نه کوى او اسراېېلو به پر غزه باندى خپل ځپوونکى بند ېز لېرى کړى.

خو حماس د اسراېېلو دوه مهم شراېط رد کړېدى. هغه دادي چې ېوخوبه له مصرنه دوسلو قاچاق بندوى اوبل به داسراېېلو نېول شوى عسکر جلاد شالېت راخوشى کوى. دغه عسکر تقرېبا دوه کال مخکى د حماس سر تېرو په غزه کې نېولى و.

XS
SM
MD
LG