د لاس رسي وړ اتصالات

برما: حکومت زیار باسي نړی ته دا وښیی چی حالت یی تر کنترول لاندی راوستی دی


په هر ځای باندی لگول شوی لوحې دا په ډاگه کوي چی د میانمر پوځي حکومت زیار باسي نړی ته دا وښیی چی حالت یی تر کنترول لاندی راوستی دی.

هغوی د دیپلوماتانو لومړی ډله د ایره وادي دلته په نوم د هغې سیمې لیدلو ته یوړله چې د مې د دوهمې نه را هیسي پکی سر جم یو لک او دیرش زره تنه لادرکه او یا وژل شوی دی.

د جنتا په نوم پوځي حکومت شپیته تنه دیپلوماتان او د ملگرو ملتونو مامورین په هلي کوپترونو کې دریو سیمو ته یوړل چې هلته د مرستی عمله په کار لگیا وه او د ژغورنی کمپونه لگول شوی و.

چارواکي وایی دوی د ژغورنی عملیات سر ته رسولي آو اوس د بیا رغونی کار پیلوي.

XS
SM
MD
LG