د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا پوځ په دې چې ېوه عسکر په قران کرېم ډزې کړى وې، معذرت غوښتى دى


په عراق کی د امریکی د پوځ یوه قوماندان د هغی پیښی له امله شخصآ معذرت غوښتی چی یوه امریکای عسکر قران عظیم الشان په نښه کړی و او ډزی یی پری کړی دی.

تورن جنرال جیفری هومند، د شنبی په ورځ د یو زیات شمیر عراقیانو نه له دی امله معذرت وغوښت او وویل چی دی له دی کبله د دوی ملک ته راغلی چی د دوی محافظت وکړی.

یوه بل امریکایی پوځی د سیمی خلکو ته د قران شریف یو نوی ټوک اعطا کړ. جنرال هومند د بغداد په رادوانیا کی دغه بښنه وغوښته، دا هغه ځای و چی عراقیانو د قران اعظیم الشان هغه نسخی موندلی وی چی د د می د میاشتی په یولسمه نیټه په گولیو سوری شوی وی.

د امریکا پوځ وایی چی دغه عسکر چی قران ته یی بی حرمتی کړی ده، د عراق نه ایستل شوی او مجازات به ورکړل شی.

XS
SM
MD
LG