د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان: د حکومت مشران، د حزب الله مشر تابه سره خبرو ته کیناستل


پرون د لبنان د حکومت هغه مشران چی امریکا یی ملاتړ کوي، د حزب الله مخالفې ډلی مشرتابه سره خبرو ته کیناستل.

چارواکو د قطر په مرکز دوهه کې د بندو دروازو تر شا مذاکرات پیل کړل تر څو د اتلسو میاشتو نه را پدی خوا په لبنان کې سیاسي کړکیچن حالت ته د پای ټکی کیږدي.

د دوهه غونډه چې هدف یی په لبنان کی د یو گډ ملي حکومت را منځ ته کول او د جمهور رئیس ټاکل دی د یوی معاملی په ترڅ کې چی منځگړتوب یی عرب لیگ په غاړه اخیستی و، موافقې ته ورسیده.

XS
SM
MD
LG