د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکرات سناتور، ایدوارد کینیدي، ژوند


پرون په دموکرات سناتور ایدوارد کینیدي باندي د زړه حمله راغله او د شمال ختیځ ایالت ماسیچوسیټس یوه روغتون ته ورسول شو. د کینیدي د دفتر مامورین وايي ډاکټران به څو ډوله تیستونه وکړې چې د حملې عوامل پیدا کړې.

د ایدوارد کینیدي د ژوند په اړه سناتور ایدوارد کینیدي د امریکا د مشهورې سیاسي کورنۍ غړی دی او د تیرو څلویښتو کلونو راهیسي سناتور دی او په دموکرات گوند کې یو بان فوذه شخصیت بلل کیږي.

سناتور کینیدي په جنوري کې د امریکا د جمهوري ریاست د کاندید براک اوباما ملاتړ اعلان کړ.

سناتور کینیدي: ”زه پوهیږم چې امریکا یې کولی شي، ما لیدلي دي، زه یې تجربه لرم او د براک اوباما په رهبري یې بیا هم کولی شو."

ځیني خلک براک اوباما د ایدوارد کینیدي له ورور جان ایف کینیدي سره پرتله کوي. جان کینیدي په کال ١٩٦٣ کې ترور شو او له هغه مهاله ددې کورنۍ ژوند د امریکا د سیاست سره تړل شوی دی.

د جان کینیدي ورور، رابرت کینیدي په کال ١٩٦٨ کې د جمهوري ریاست کاندید وو او هغه هم ووژل شو.

ایدوارد کینیدي په کال ١٩٣٢ کې په باسټن کې زیږیدلی دی او په کال ١٩٦٢ کې د سنا غړی شو چې تر اوسه هم له همدې لارې خپل ژوند پر مخ بیایي.

ایدوارد کینیدي د جورج بوش د حکومت سرسخته مخالف دی او تل یې د عراق د جگړې مخالفت هم کړی دی.

سناتور کنیدی: ”ښاغلۍ وزیر صاحب! زه باید درته ووایم چې ستا بیانیه تر ډیره حده له حقیقته لري خبرې وې."

ایدوارد کینیدي ډېر ځلی له گوندي ملاحظاتو لوړ فکر هم کړی دی. ده د جمهور رئیس جورج بوش سره د تعلیم و تربیه په لړ کې نژدې همکاري درلوده.

جورج بوش: ”د کراوفورد کافي په رستورانت کې به خلک ډیر حیران شي که په دې خبر شول چې اصلاً زما دا سړی ډیر خوښیږي. دی د امریکا یو غوره سناتور دی."

خو د دومره لوړ سیاسي موقف سربیره سناتور کینیدي بیا هم د جمهوري ریاست د څوکۍ خوب پوره نه کړ.

په کال ١٩٦٩ کې ېې هغه وخت سیاسی ژوند ته سخته صدمه ورسیده چې کله د مسیچوسیټس په ایالت کې د یو پله په سر د ټکر د پیښه له ځایه تللی وو.

دده په موټر کې سپره ښځه په هغه ځای مړه شوي وه. کینیدي څو ساعته پس پولیس ته خبر ورکړ چې دې کار ددې سیاسي کورنۍ شهرت ته ډیر زیان ورساوه.

ایدوارد کینیدي په کال ١٩٨٠ کې دموکرات گوند رساست ته کاندید شو خو له بل مشهوره دموکرات جمي کارتر نه یې ماتې وخوړله.

له هغې نه پس ایدوارد کینیدي خپله ټوله پاملرنه د سنا په مجلس کې خپل کار ته اړولي وه. د لبرالو نظریو د پلي کولو په لړ کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي او تل د جمهوري غوښتونکي گوند تر انتقاد لاندي وو.

په کال ٢٠٠٦ کې د ټایمز مشهوره اونیزې ایدوارد کینیدي د امریکا د لسو غوره سناتورانو کې شمیرلی و.

د اونیزې په اند ایدوارد کینیدي د دومره ستر شمیر قوانینو په جوړولو کې برخه اخیستي چې پریکړې یې حتماً د امریکا په هر اوسیدونکې اغیزې کړې دي.

XS
SM
MD
LG