د لاس رسي وړ اتصالات

یوه انتحاری بم چونکي څلور افغان عسکر ټپیان کړیدی


افغان مامورین وایی یوه انتحاری بم چونکي لږ تر لږه څلور افغان عسکر د هغه هیواد په ختیځ کی ټپیان کړیدی.

پوځ وایی بم چونکی پرون د پکتیکا د ولایت د برمل په ښار کې پر عسکرو حمله وکړه.

ددی نه مخکی د یکشنبې په ورځ د هېلمند امنېه قوماندان وايي چې یوه ځان مرگه د پولېسو په ېوه تاڼه کې چې په موسى کلا کې واقع ده په نښه کړې وه.

هغه ووېل چې په دغه چاودنه کې پنځه پولېسان او درى ملکېان زخمى شول.

بل پلو، په افغانستان کی مقامات وائی امنیتی ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کی هغه دوه تنه بهرنیان چی یو ئی د هند او بل ئی د نیپال اوسیدونکی دی او یوه میاشت مخکی د هرات په ولایت کی برمته شوی وو را خوشی کړی دی

XS
SM
MD
LG