د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي: ایران هغه گواښ گڼل کیږی چی باید ورسره معامله وشي


پرون د امریکا د ولسي جرگې رئیسې میرمن نانسي پلوسي په بیت المقدس کې د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کې وویل ایران هغه گواښ گڼل کیږی چی باید ورسره معامله وشي.

میرمن پلوسي دا وینا پداسی حال کی کوی چی اسراییلو ته د کانگرس د یوه لوړ رتبه هیات مشري په غاړه لري.

دا هیات د اسراییلو د شپیتمې کلیزی په ویاړ هغه هیاود ته ورغلی دی. هغی وویل ایران نه یوازی اسراییلو ته بلکه ټولی سیمی ته گواښ گڼل کیږي.

بل پلو د فلسطین د یوه روغتون کار کونکی وایی اسراییلی الوتکو د غزی پرتړانگی باندی په حملو کی یو فلسطینی او یو دیارلس کلن ماشوم وژلی دی.

XS
SM
MD
LG