د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړه


د افغانستان دولت د امنیت د تامین، بیا رغونې، او تیروریزم سره د مبارزې د پاره د متحده ایالاتو سره د سترایتژیکو همکاریو اعلامیه لاسلیک کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، رنگین دادفر سپنتا نن د امریکا نه په بیرته راتگ وویل هغه تړون یی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیری کاندو لیزا رایس سره موافقه تړون نه بلکه یوه اعلامیه ده چې د ملي پیمان بڼه نلري.

هغوی د امریکا لوړ رتبه چارواکو لکه د امریکا د جمهور رئیس مرستیال دیک چېني سره هم وکتل.

هغوی زیاته کړه چی ټاکل شوی جمهور رئیس بش په نږدی وختونو کی افغانستان ته په سفر لاړ شی.

XS
SM
MD
LG