د لاس رسي وړ اتصالات

د برما حکومت دری ورځنۍ ماتم اعلان کړی


پوځي حکومت د نړیوالو د کلکې غوښتنې په اساس اوس توفان ځپلو ته د نړیوالو مرستو د رسولو په اړه تریو حده نرمښت ښکاره کړی دی.

د برما پوځي چارواکو د دوشنبې په ورځ د ماتم د اعلان په مهال دا هم وویل چې د گاونډیو جنوب ختیځو اسیایي هیوادونو به د مرستو د رسولو د پروسې د څار اجازه ورکړې.

نړیوال هڅه کوي چې د نرگس په نوم د سمندري توفان د ځپلو کورنیو سره مرستې وکړې خو د برما د حکومت له لوري د مرستو د رسولو او د مرستندویو ټولنو د مامورینو د ورتگ هرکلی نه کیده.

د برما حکومت هغه هیواد ته د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بان کې مون د پلان شوي سفر هرکلی وکړ او د مرستندویه هیوادونو د کنفرانس د کوربه توب ژمنه یې هم وکړه.

برما ته د عمومي منشي د سفر په اړه د په ملگرو ملتونو کې د امریکا سفیر زلمی خلیلزاد وایي: ” برما ته د عمومي منشي سفر یو مثبت گام دی. د بریاليتوب لپاره باید هغه سیمو ته د ورتگ اجازه ولري. او ددې سفر نتیجه باید نړیوالې ټولنې، دولتي او غیر دولتي ادارو ته، کارپوهانو ته او د مرستې رسولو ته لار حوارول وي."

د دوشنبې په ورځ د برما په اړه دا پر مختگونه په داسي حال کې وشل چې د حکومت په اساس تر اوسه اته اویا زره خلک وژل شوي دي او شپږ پنځوس اوس هم ورک دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون به د پنجشنبې په ینگون ته ورسیږي. په نیو یارک کې د ملگرو ملتونو د ویاند په اساس ښاغلی بان کې مون به په رنگون کې د مرستندویه کنفرانس ریاست هم وکړې.

ټاکل شوې چې بان کې مون توپان ځپلې سیمې هم وویني خو دا نه دي ویل شوي چې هغه به د حکومت د کومو چارواکو سره وگوري.

تر دې وړاندي بان کې مون دوه ځلې د برما پوځي مشر جنرال تان شوې ته تیلیفون کړی وو خو هغه خبرو ته اماده نه وو.

بلخوا، زلمي خلیلزاد دا هم وویل چې امریکا تر اوسه پوري د ١٧٠٥ میلیونه ډالرو بشري مرستې رسولي دي. نن پنځه سي ١٣٠ الوتکې ورسیږي چې د دوو الوتکو سامان به د غیر دولتي ادارو یا ان جي او گانو له لاري وویشل شي.

د برما حکومت وایي نرگس نومي توفان د زرگونو خلکو د وژلو، بې کوره کولو، د ناروغیو له امله بشري ناورین رامنځته کولو سربیره هغه هیواد ته لس میلیارده ډالره مالي زیان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG