د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان سیالې ډلې موافقې ته ورسیدې چې خپل سیاسي جنجال حل کاندې


د لبنان سیالې ډلې د چارشنبې په ورځ په قطر کې موافقې ته ورسیدې چې خپل ١٨ میاشتنی سیاسي جنجال حل کاندې.

د لبنان د وروستني سیاسي جنجال په نتیجه کې خونړی تاو تریخوالی رامنځ ته شو او دا هیواد یې یو ځل بیا د کورنۍ جگړې له خطر سره مخامخ کړ.

د لبنان د حکومت او د حزب الله د ډلې استازي په قطر کې له پنځو پرله پسې ورځو خبرو وروسته د قطر د امیر په مخکې سره موافقه لاس لیک کړه.

د لبنان د مخابراتو وزیر مروان حماده د موافقت نامې جزیات څرگند نه کړل، خو ویې ویل چې ددې موافقې له مخې به مخالف سیاسي گوند په نوي ملي حکومت کې د پریکړو د ویتو یا ردولو حق ولري.

د ویتو د حق ترلاسه کول د حزب د ډلې د اساسي غوښتنو څخه دي. همداشان د نوي جمهور رئیس د ټاکلو او د انتخاباتو د قانون د مسودې د جوړولو په اړه هم موافقه وشوه.

XS
SM
MD
LG