د لاس رسي وړ اتصالات

د چین زلزله: یو سلو پنځه نوی ساعته وروسته یوه ښځه د ماتو تیگو نه لاندی ژوندې راوایستل شوه


د مې د دولسمی نیټې نه راهیسې کله چې په چین کی د ریختر په کچه اوه اعشاریه نهه درجې زلزله وشوه یعنې یو سلو پنځه نوی ساعته وروسته یوه ښځه دنړیدلی ماڼۍ د د خاور خځلو او ماتو تیگو نه لاندی ژوندې راوایستل شوه.

د چین دولتی خبري اژانس د ژغورنی دا عملیات چی پرون د ماښام په شپږو بجواو پنځه څلویښتو دقیقو تر سره شول په ژوندی بڼه وښودل.

دا ښځه وایی د دوه و غټو تیگو په منځ کی ځای او د باران اوبو تر اوسه ژوندی ساتلی وه.

بل پلو، د امریکا جمهور رئیس جورج بش میرمن یی لوره بش په واشنگتن کې د چین سفرات ته لاړل، تر څو هلته د زلزلې د ناورین نه وروسته د چین خلکو سره غم شریکی څرگنده کړی.

XS
SM
MD
LG