د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت تر منځ 'پوره همغږي نشته'


د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سولې د ساتنې په چارو کې مرستیال، جین ماري ګوهینو، نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د نړیوالې ټولنې د هغو مرستو څرک او رغنده کار په افغانستان کې نه ښکاري چه په تیرو شپږو کلونو کې تر سره شوي.

هغه وویل لا تر اوسه افغانان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او یوازینی لامل د مرستو د ناسم لګښت دا دی چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت ترمنځ پوره او سمه همغږي نشته.

نوموړي دا ډول وویل چې د پاریس په کېدونکې غونډه کې به نړیواله ټولنه د مرستو د همغږۍ ژمنه وکړه او د افغانستان حکومت ته پکار دي چې د اداري فساد په وړاندی د چټکې مبارزی تعهد وکړي.

نوموړي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، کای ایډي، سره یو ځای خبریالانو ته خبرې کولې، د نړیوالو ځواکونو په بمباریو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه هم اندیښنه ښوده، وی ویل چې یو لړ کارونه شوي چې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه را کمه شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان نوي حکومت په سوات کې له وسلوالو سره تړونونه لاسلیک کړي، وویل چه لا له وخت وړاندې ده چې په اړه یې قضاوت وشي، ولې هر کار چې کیږي باید د دواړو هیوادو په ګټه دې وي.

همدا ډول کای ایډي وویل چې ایران ته د خپل سفر په وخت یې له ایراني چارواکو سره هغه انديښنې شریکې کړي چې ګوندی وسلوال له ایرانۍ وسلو کار اخلي، خو هغه پدی ټینګار وکړ چې ایران ته دا انديښنه ناسمې ګڼلي.

XS
SM
MD
LG