د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په یوه مسجد کی د بم چاودني له کبله په امریکا باندی احتجاج کړی دی


ایران په امریکا باندی رسما احتجاج کړی او هغه یې په دې غندلې ده چی د هغو خلکو ملاتړ یې کړی چی د اپریل په میاشت کی یې په یوه مسجد کی د بم چاودني مرگانۍ حمله وکړه.

د ایران د ایرنا په نامه خبري آژانس وایی چی د سویس د سفارت شارژدافیر یې چی په ایران کی د امریکا آستاځی هم دی د بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښت او هغه ته یې ددې پېښي مربوط شواهد او اسناد ورکړل.

تهران د اپریل د میاشتي په ١٢ مه د شیراز په ښار کی په یوه مسجد کی ددې چاودني ملامتي په یوې تروریستي او د انقلاب ضد ډلي باندي چی د امریکا ملاتړ ورسره دی اچوي.

په دې چاودنه کی ١۴ تنه ووژل شول او څه د پاسه ٢٠٠ کسان زخمي سول. ایراني چارواکو اول ویلي وو چی دا چاودنه به د هغو بمونو وه چی د ١٩٨٠ د لسیزي په کلونو کی د ایران او عراق د جگړو د آثارو د یوه نندارتون نه پاته شوي وو.

XS
SM
MD
LG