د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: نن د ملي اردو نهه سو سر تیرو ته د فارغیدو سندونه وویشل شول


نن د ملي اردو نهه سو سر تیرو ته د شپږ میاشتنی تربیوی دوری په پای کی چی د افسرانوپه عالي کورس کی یی پوځي زده کړی تر لاسه کړی، د فارغیدو سندونه د خاصؤ مراسمو په ترڅ کی وویشل شول.

دا مراسم د دفاع د وزارت په تعلیمی مرکز کی تر سره شول. پدی محفل کی دو سلو دریوتنو ته د بریدمنی، یو سلو اوه ویشت برید ملی او شپږ سو پنځه پنځوسو ته د پیاده د کندک د سر تیرو لقب او د فراغت سندونه ور وسپارل شول.

پدی محفل کی د لوی درسیتز مرستیال محمد اسحاق نوري، د ایساف د قواو افسرانو او د ملی اردو ځینو غړو برخه اخیستی وه.

XS
SM
MD
LG