د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او برتانیه د خبرو په باب د ایران په پیشنهاد باندی غور کوی


د امریکا او برتانیې لوړ رتبه دیپلوماتان وایی چی دوی د ایران د ذروي پروگرام او نورو مسئلو په باب د ایران له خوا په یوه پیشنهاد باندی غور کوی.

د امریکا او برتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو، کاندولیزا رایس او ډیویډ میلیبینډ، دا پیشنهاد پرون د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کی وکوت.

وروسته دواړو په یوه خبري کنفرانس کی د ایران نه وغوښتل چی د غټو طاقتونو هغه پیشنهاد قبول کړی چی د یورانیمو د غني کیدو د فعالیتونو د بندولو په عوض کی به یو لړ امتیازات ورکړی او دا پیشنهاد یې تکرارا ورته کړی دی؛ د ملگرو ملتو د امنیت د شورا پنځو دائمي غړو هیوادو او جرمني ددې میاشتي په سر کی ایران ته د نوو امتیازاتو ورکولو سره موافقه وکړه.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چی غټو قدرتونو د ایران سره په دې باب په خبرو کی پر مختگ کړی دی چی کله او چیرته به دغه نوی پیشنهاد ایران ته ورکړه سی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري وویل چی که ایران ددې پشنهاد په باب ددې په قول صحیح انتخاب و نه کړی نو نتیجې یې باید چی قبولي کړی. هغې دا نتیجې څرگندي نه کړې.

XS
SM
MD
LG